دوشنبه, ۲۶ شوال ۱۴۴۵هـ| ۲۰۲۴/۰۵/۰۶م
ساعت: مدینه منوره
Menu
القائمة الرئيسية
القائمة الرئيسية

  •   مطابق  
د پاکستان د سیاسي او نظامي رهبرۍ کمزوري دریځ، هندی حکومت ته د اټومي برید د ګواښ جرات ورکړ
بسم الله الرحمن الرحيم
د پاکستان د سیاسي او نظامي رهبرۍ کمزوري دریځ، هندی حکومت ته د اټومي برید د ګواښ جرات ورکړ

خبر:

د ۲۰۱۹ کال د اګېسټ په ۱۷ مه د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د هستوي پالیسۍ د احتمالي بدلون په تړاو د هند د دفاع د وزیر راجنات سېنګ خبرې ، تکراري، زیانمنوونکې یادونه او د تاوتریخوالي لپاره د هند بې ساري لېوالتیا و بلله. راجنات سېنګ د ۲۰۱۹ کال د اګسټ په ۱۶ نېټه پېشنهاد کړی و چې، د هستوي وسلو د نه استعمال په تړاو د یو هېواد اوږد مهاله ژمنې ته کېدای شي تر شرایطو لاندې بیا کتنه وشي. 

تبصره:

د راجنات سېنګ دغه څرګندونې  په داسې حال کې کېږي چې کشمیر وروسته له هغې چې نرندرا مودي یې داخلي ازادي ترې واخیسته، د هندي ځواکونو تر بشپړې کلابندۍ لاندې دی. دغه څرګندونې په حقیقت کې د پاکستان لپاره یو پټ ګواښ دی. د دغو ګواښوونکو څرګندونو پر وړاندې د پاکستان کمزوري نظامي او سیاسي دریځ هند نور هم زړور کړ. که څه هم د پاکستاني نظامي رهبرۍ د پوره چمتووالي ادعا کړې؛ خو تر څنګ یې سیاسي رهبران جنګ د ستونزې حل نه بولي. دغه کمزوری دریځ د دې لپاره نه دی چې که د اشغال شوی کشمیر له مسلمانانو سره مرسته وشي هند به اټومې وسلې وکاروي، بلکې دا کار د دې سبب کېږي چې هند نور هم پیاوړی شي. د یادونې وړ ده چې د باجوه-عمران رژیم همدغه ګواښ په نورو ټکو کې څرګندوي. په اشغال شوی کشمیر او د کنټرول په کرښه کې دهند ددغو تېریو پر وړاندې د پاکستان سست غبرګون پر دغه ادعا توجه کېږي چې له هند سره جکړه به د هستوي جګړې سبب شي.

د تاریخ په اوږدو کې هستوي وسلې یوازې یوځل دمتحده ایالاتو لخوا د جاپان خلاف استعمال شوې دي. علت یې دا و چې یوازې د جنګ یوه لوري اټومي وسلې لرلې. د اتومي قدرتونو ترمنځ بل هېڅ نظامي جنګ، نه په  مستقیم او نه هم په غیر مستقیم ډول، د دواړو لورو د ویجاړۍ د وېرې په وجه د هستوي وسلو د استعمال تر حده نه دی رسېدلی. که پاکستان د اشغال شوي کشمیر د ازادولو په موخه خپل پوځ ولېږي، نو هند به د هستوي وسلو د استعمال له ګواښ څخه په شا شي، ځکه چې هند پر دې پوهيږي چې پاکستان هم یو اټومي قدرت دی او د لرې واټن ویشتونکو توغوندیو سیسټم یې له دوی څخه غوره دي. د کشمېر د ستونزې د حل یوازینۍ لار جهاد دی. دغې اویا کلنې شخړي په ډاګه کړې چې د کشمیر مسلمانان به هېڅ وخت د ملګرو ملتونو په حللارو او د نړیوالي ټولني د فشارونو په واسطه خپلواک نه شي. ازاد کشمير له هند سره د جهاد په وسيله خپلواکي ترلاسه کړې وه، خو د ملګرو ملتونو له مداخلې وروسته دا چاره ناشونې ښکاري.  

د پاکستان اوسنۍ نظامي او سیاسي رهبري د امریکا غلامه ده، که امریکا ترې وغواړي چې لاړ شئ په قبایلي سیمو کې د خپلو وروڼو خلاف وجنګېږئ، دوی به له شک پرته دا کار وکړي. خو که ورته ووایو چې د اشغال شوي کشمیر مظلوم مسلمانان ازاد کړئ، زرګونه بهانې کوي. د دې پر ځای چې مومنان جهاد ته راپورته کړي، د دوی په منځ کې وېره او شکونه خوروي.  نو یوازې د نبوت پر منهج د خلافت بیا راتګ کولی شي داسې ګام پورته کړي چې د الله سبحانه و تعالی له امر سره سم وي؛ الله سبحانه و تعالی فرمایي:

(وَاقۡتُلُوۡهُمۡ حَيۡثُ ثَقِفۡتُمُوۡهُمۡ وَاَخۡرِجُوۡهُمۡ مِّنۡ حَيۡثُ اَخۡرَجُوۡكُمۡ وَالۡفِتۡنَةُ اَشَدُّ مِنَ الۡقَتۡلِ)

ژباړه: «له هغوی سره هرچېرې چې مخامخ شئ، وجنګیږئ، هغوی له هغه ځایه وباسئ له کوم چې تاسې یې ایستلي یاست، ځکه که وژل هر څومره بد عمل دی، خو فتنه له هغه څخه هم ډېره بده ده.» [البقره ۲:۱۹۱]

د حزب التحریر مرکزي مطبوعاتي دفتر لپاره

لیکوال: شهزاد شیخ

د حزب التحریر-ولایه پاکستان د رسمي ویاند مرستیال

نظر ورکړئ

back to top

اسلامي خاورې

اسلامي خاورې

غربي هېوادونه

ټول لینکونه

د پاڼې برخې